خو څه یی نه ویل د نصرت په غږ اردو موسیقي اورې یې یوازې په تیاره کوټه کې ناسته او شکولي دې تڼۍ د ګریوانه دي د ناکامې مینې فکر درسره دی دواړه لاسه دې له ځانه راتاو کړي ګرځوي دې کورنۍ په ډاکټرانو ناروغي دې ورځ په ورځ پسې زیاتېږي ته په داسې یوه رنځ باندې اخته یې چې بې ما ورباندې هیڅوک نه پوهېږي هره ورځ درنه همدا خبره اورم راته وایې ژوند بې تا نشم کولی ځان به ووژنم که ته راڅخه لاړې