په جار را وږغیـږه مړی نـه یي لېچې مې ډکې له بنګړو شوې یار د دوبۍ درهم راوړي خانه یې کړمه په جار را وږغیـږه مړی نـه یي ناترسه یاره چېرې لاړې زه د دادا انګړ کې ګوښې ناسته یمه په جار را وږغیـږه مړی نـه یي لۀ دعا ګانو نه دې زار شم خو د خوښیو لکه بنه بدې شمه په جار را وږغیـږه مړی نـه یي خدای به مې ورک لالئ پیدا کړي بیا به همزولو منځ کې خواره نه کېنم