لکه اوښکو ته راځې که نه راځې زما دا کار دی ښکلیه ستا د پاره ناست یم انتظار دی لکه اوښکو ستا د عطرو په شان عطر چا وهلي یو خوا بل خوا پسې ګرځم ډک بازار دی ملګرتیا لکه مارکېټ د صرافانو غلطوي دې پکې هرڅوک دوکاندار دی باید هر وخت راسره اوسې 'ډاکټره' زه د زړهٔ ناروغ یم ډېر احتیاط په کار دی