روغ زړګی غږ یې د زلمو د بې ننګیو واورېده نجونو د وطن کمربندونه وتړل روغ زړګی نورو، نورو خلکو، نوره خلک کړل یاران ښکلیه موږ په تا پسې نیتونه وتړل روغ زړګی دې ښار کې د عشق په نوم شروع هوس بازۍ ځکه خو مینو ګرېوانونه وتړل روغ زړګی غلي شئ! پاچا شو سرمعلم د ښوونځي غلي شئ! پاچا ټول زندانونه وتړل روغ زړګی ساده! سپوږمۍ خویه ده، راځي په نیمو شپو موږ ځکه له سترګو نه خوبونه وتړل