كلمات دا وطن په پيوستون سره جوړیږی
دا وطن په پيوستون سره جوړیږی
هره چوپتیا کمزوري نه ده،
ځینې چوپتیاوې،
تر چیغو هم زورورې وي.
زما د زړه په چينه خوله دې كېږدي
كه ميخانه كې د چا وار نه راځي
دا وطن په پيوستون سره جوړیږی
د پوهو سترګو مې تا لوست و نه كړ
ما له په خوله چل د اظهار نه راځي
دا وطن په پيوستون سره جوړیږی
د لېونو هوښياري هم ومنه
په مېرو ګرځي، خو په ښار نه راځي
دا وطن په پيوستون سره جوړیږی
د فن د خرڅ هنر مو زده نه كړلو
د دغې ګټې كاروبار نه راځي
دا وطن په پيوستون سره جوړیږی
ګران د زړګي زخم په څه وګنډي
چې يې په لاس د زلفو تار نه راځي