د حق سنګر شا زلمو تراب ته د وخت او مکان خبره مهمه وه. هغه د نقادانو پروا ګير نه و ، حقیقتونه یې وويل. هغه دومره او داسې خبره لرله چې د شعر پۀ چوکاټونو کې یې نه شوه ځايولی. ازاده شاعري يې وکړه. د حق سنګر شا زلمو وخت کې هر درد وغږاوۀ. د مشال راډيو سره یې مرکه کړې وه، ويل یې: ماته خو هرڅه بې مزې ښڪاري چې څه ڪیسه ده زه خراب شوی یم ڪه خوند دې دنیاگۍ تللی دی.