ده پرهر زړګی درمان د الفت ستوري په زوال وینم په ثوابونو کې اوبال وینم ده پرهر زړګی درمان له ډېوه پالو سره څنګ په څنګ کې د ډېوه کُشو مینوال وینم ده پرهر زړګی درمان رنګ بدلوي، بدل خویونه کوي د ښار سړیو کې کمال وینم ده پرهر زړګی درمان اسمانه! ولې اوښکې نه تویوې مخ ته د تږو للمو کال وینم ده پرهر زړګی درمان زه د نېکانو مصلحت نه منکر خو په هندوې باندې پال وینم ده پرهر زړګی درمان ما ځنګوي را ځنګوي حسنه! لا یې لیمو کې د عشق ټال وينم