ستړی ږوندن د وجود د تبي درده د زرګي د آهو شرنګه لژ مي پریږده ناقراریم د جانان یاده قشنگه په خپله خوشه او رضا به رازي بیا به رازي سر به یي تیت وي خامخا به رازي تا چي ویل یی راته گران قربان دا بیا ووایه ماته له ميني نه جانان قربان دا بیا ووایه ځيني باريږي ځيني راشي ځينې زړه ځنګوي دا ستا دردونه مي زړګيه ټوله شپه ځنګوي