نن شولو فارغ مينه وه دواړو په شريکه کړې چې رښتيني شوه زۀ شوم ګرم يواځې نن شولو فارغ راسره هېڅ څوک پکښې پل نۀ وهي ستا د غمونو پېټي وړم يواځې نن شولو فارغ بل هېڅ څوک نۀ وو ستا د کور په لاره زۀ به تر څو پورې درتلم يواځې نن شولو فارغ زۀ "بلې" نۀ وايم په هر يو فرمان خپلې هم دې سرکشۍ کړم يواځې