سومر خوندکوی زه دې ونه پوښتم زړګي ته مې بې پامۀ راغلې چا اجـــازه درکړه؟ او څنګه بې سلامه راغلې سومر خوندکوی صبر چې پورتۀ شم،د حُسن درناوی دې ؤکړم ته خو چې راغللې، اشنا بې اِحترامه راغلې سومر خوندکوی زه مې د مینې کار کې بخت ملامت نه بولمه په ما د سېل اوبه د خپل سړي له بامه راغلې سومر خوندکوی تلوار راوکړه! زیاتي نور مې د ژوند تمه نشته د مرګ ناروغ یمه اشنا که تر ماښامه! راغلې لکه په څه خبره شم خوشحاله او څنګه ومنم چې کال بدل شو