چادر پوشی دا زه چې ستا راتلو ته ناقرار یم لیونۍ دا ډیره موده وشوله بیمار یم لیونۍ چادر پوشی دا زړه مې ستا په حسن باندې ندی بدل کړی مین زۀ ستا په هر یوه کردار یم لیونۍ راپورته کړه لاسونه ژاړه مه، نور مې مه کړه آرمانونه ژاړه مه، یو زه نه یم چې د تور لحد بندي یم، داسي تللي علمونه ژاړه مه، او که مې هر څومره د قبر سر ته کیني، وه به نکړې دیدنونه ژاړه مه