ته نه یی یاره له درده مې له سترګو فوارې روانې دي د ډېرو ضمیرونو جنازې روانې دي ته نه یی یاره خیالونه د نمرود او د شداد کوي اتڼ ایمان باندې مو کلکې زلزلې روانې دي ته نه یی یاره زرغونې پۀ دې خاوره نۀ شوې هیلې د ژوندون بهاره! اوس دې وینې لۀ سینې روانې دي ته نه یی یاره پر وليو يې د هر جبر لمبې دي چې بلېږي چې څومره حادثې دي، پۀ غزې روانې دي ته نه یی یاره جهاد د مرده باد او زنده باد کوي یاران حسنه! دلته بل رقم کیسې روانې دي