داغه اندیشنه راسرا له تا خفه هم یم ، او بیا هم تا ته کېناستمه څنګه په ټیټ غرور دې، غلی خوا ته کېناستمه زه د رواج په زولنو باندې تړلې جلۍ څوک مې په زړه کې و، خالقه چاته کېناستمه تصویر دې زوم کړمه موبیل کې، ترې مچکه واخلم د تنهایۍ حد و نن دې ګنا ته کېناستمه نن په محفل کې هر سړی په خپل لالي غږېدو زه ژړا ونیولم غلی شا ته کېناستمه خوښه د رب به وه، چې ته یېراته رانه کړلې ګني وصاله زه خو هر مُلا ته کېناستمه