كلمات ها ړنګ ګودر زرې زرې بنګړی دي خدای وبښې

🎤 Qari Aminallah Roohani
ها ړنګ ګودر زرې زرې بنګړی دي خدای وبښې
ستا د دیدن ګیله مې نشته
د پښتنو مینه نیمګړې خوند کوینه
دومره یوازې یم، لالیه!
که مړ کیدم! سترګې به څوګ راپټوینه
په صورت روغ درته ښكاریږم
لكه غنم د زړه په سر چاودلى یمه
‏بنګړې دي اوس هم راسره دي
ماتي ټوټې يي ښکلووم ژړا راځېنه
پټ به دزړه دردونه تیر کړم
بی درده یارته به و نه وایم حالونه
ماته د بل چا صفت مکړه
بغیر له تا مې ټولي خویندې دي مئېنه
ر زړه دې څه دی راته وایه
خمارو سترګو دې ګیلې راوړي دینه.
بیا به د یار کلي ته نه ځم
په خندا لاړشم په ژړا بیرته راځمه
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Qari Aminallah Roohani

كل أغاني Qari Aminallah Roohani ←