د حسن ښار په تیره ورځ به پښیمانه نه وو دومره نا توانه او بې ځانه نه وو دنیا په لاس کې را نیولی شو خو بیا مو هم زړه تنګون را کم نشولو د ژوند له دومره امکاناتو سره چیرته ارام له مونږه غم نشولو منم چې ژوند د زغم په زور کیږي خو ځینې وخت ستړی شي له ژونده سړی کله مې دې حد ته را ورسوي چې هیڅ بیان د هغه حال نشمه له ډیره درده کړم خاموشه چیغې