اختر به راشی اده سړی دی دیدن غواړي ملاقات غواړي زما پرې زهر پېرزو نه دي او دی شات غواړي اختر به راشی زه ستا د حسن څه مثال ورکړمه نه پوهېږم زما نه خلک ستا د حسن تشبیهات غواړي اختر به راشی هغه چې مور ېې په تېر عمر بې اسرې پرېښې وه هغه سړی اوس په دې کلي کې خیرات غواړي