كلمات اثر ده بیلتانه
اثر ده بیلتانه
ما د انسان په لاس جوړ شوي خدایان نه منل
هم مسلمان نه وم او هم بت پرستي مې نه وه
اثر ده بیلتانه
ما په هرڅه کې غفلت کړی دی خو ستا مینه کې
خدای هم ګواه دی چې غافل نه وم سستي مې نه وه
اثر ده بیلتانه
چې کله ستا سترګو را هست کړمه نیستي مې لاړه
تر هغې پورې چې ته ولاړلې، نیستي مې نه وه
اثر ده بیلتانه
خدای که مې جام، ساقي، شراب او میخانه پېژندل
ساده ګودر وم، په دا رنګ می پرستي مې نه وه
تر هغې پورې چې ته ولاړلې، نیستي مې نه وه
اثر ده بیلتانه
خدای که مې جام، ساقي، شراب او میخانه پېژندل
ساده ګودر وم، په دا رنګ می پرستي مې نه وه