كلمات زړګی می ږاړی

🎤 Molvi Nasratullah Nasrat
زړګی می ږاړی
نغمه به د ژوندون وه
د اومړي تار په څېر
له زېر سره دوستي
که به د بم نه وای پيدا
زړګی می ږاړی
له تندې نه که منډې هاجرې
اخيستې نه وای
کعبې ستا په لمن کې به
زم زم نه وای پيدا
ارواه به دعيسی
ملايکو چېرې پوکله
که پاکه د ايمان غوندې
مريم نه وای پيدا
په ځمکه کې به سوي
و په ډار د جهنم
جنت که به د ميندو
تر قدم نه وای پيدا
زړګی می ږاړی
مريم که خديجه ده
اسيه که فاطمه ده
که ښځې نه وای ښې نو دوی
به هم نه وای پيدا
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Molvi Nasratullah Nasrat

كل أغاني Molvi Nasratullah Nasrat ←