كلمات که وږمې بیا ستا دوصل راستنې سي دژوند پاڼي بۀ مې بیرته زرغونې سي

🎤 Molvi Nasratullah Nasrat
که وږمې بیا ستا دوصل راستنې سي دژوند پاڼي بۀ مې بیرته زرغونې سي
یاره په ما به نه ورانیږي
غم به مې تا باندې هم ځمکه ګرځوینه
که وږمې بیا ستا دوصل راستنې سي دژوند پاڼي بۀ مې بیرته زرغونې سي
پردی وطن دی ماسخوتن دی
د پرهرونو نه سندرې جوړومه
که وږمې بیا ستا دوصل راستنې سي دژوند پاڼي بۀ مې بیرته زرغونې سي
لېچې مې ډکې له بنګړو شوې
یار د دوبۍ درهم راوړي خانه یې کړمه
که وږمې بیا ستا دوصل راستنې سي دژوند پاڼي بۀ مې بیرته زرغونې سي
ناترسه یاره چېرې لاړې
زه د دادا انګړ کې ګوښې ناسته یمه
که وږمې بیا ستا دوصل راستنې سي دژوند پاڼي بۀ مې بیرته زرغونې سي
لۀ دعا ګانو نه دې زار شم
خو د خوښیو لکه بنه بدې شمه
که وږمې بیا ستا دوصل راستنې سي دژوند پاڼي بۀ مې بیرته زرغونې سي
خدای به مې ورک لالئ پیدا کړي
بیا به همزولو منځ کې خواره نه کېنمه
که وږمې بیا ستا دوصل راستنې سي دژوند پاڼي بۀ مې بیرته زرغونې سي
بیلتون دې قدر را معلوم کۀ
که بیا مې یار شوې غلامي به دې کومه
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Molvi Nasratullah Nasrat

كل أغاني Molvi Nasratullah Nasrat ←