كلمات لکه زړه او لکه ځان راباندی ګران یی

🎤 Molvi Nasratullah Nasrat
لکه زړه او لکه ځان راباندی ګران یی
خیرن شوي په دې ښار کې ایمانونه لکه زړونه
په خدای پاتې مونږ ته ندی زمونږ زړونه لکه زړونه
لکه زړه او لکه ځان راباندی ګران یی
نه خپلېږي، نه سمېږي، نه ماتېږي، نه کږېږي
پښتانه لکه سیندونه لکه غرونه لکه زړونه.
لکه زړه او لکه ځان راباندی ګران یی
د سـ..نګر یاران مې خدایه له دوه مخي ژونده ساته
خدایه مه کړې ښایستونه ګلابونه لکه زړونه
لکه زړه او لکه ځان راباندی ګران یی
چې مو هر سړی کافر دی، چې مو هر سړی شهید دی
په یوه خوله زمونږ ندي کتابونه لکه زړونه
لکه زړه او لکه ځان راباندی ګران یی
نېږدیوالی پیغورونه جدایي هم پیغورونه
واړه تور دي په دې چم کې ګومانونه لکه زړونه
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Molvi Nasratullah Nasrat

كل أغاني Molvi Nasratullah Nasrat ←