مات شولو را ړنګ شولو چې ماښام شې توکل د ميخانې کړم مات شولو را ړنګ شولو مسکيتوب که دې ايله شو د نظره د سپرلې ګريوان به ټول ريښې - ريښې کړم مات شولو را ړنګ شولو په واړۀ زړۀ کښې بلا راځايومه محبت خو زۀ مکان د ښاري کړم مات شولو را ړنګ شولو تۀ چې ورځ په ورځ زما نه لرې وځې زۀ خو تا ته دې خبرې درنزدې کړم مات شولو را ړنګ شولو د يادونو اباسين به دې لاهو کړي کۀ زه ډيرې دعاګانې درپسې کړم