كلمات اختر کی بیا ده غم فضا ده
اختر کی بیا ده غم فضا ده
بیا له ځنګل وتی دی په ښکار د کلیسا لېوه
خدایه نور یې وساتي له داړې له پنجې ماشوم
اختر کی بیا ده غم فضا ده
ورانه غـ...زه بیا لوېږي کوهي ته د یوسف په څېر
وروڼه عربان یې خرڅوي په قافلې ماشوم
اختر کی بیا ده غم فضا ده
بیا د غم توپان و رېژول د فلس طین ګلان
پروت په سپېرو خاورو کې له خپلې څانګې پرې ماشوم
نن مې روژه ماتي کې ولاړ هره شېبه کې و
هغه بې مزاره، بې فریاده بې ادې ماشوم
اختر کی بیا ده غم فضا ده
دنګې منارې د جوماتو هم را نسکورې دي
اوس به چېرته وایې هر سهار الف او بې ماشوم
اختر کی بیا ده غم فضا ده
زور او مادیاتو ړندې کړې د نړۍ سترګې
ځکه یې ونه لید ویرانه کې د غزې ماشوم