مسافري خو یو میاشت وي تا په پردي هیواد خیمې وهلې دینه پریږده چی لوی واړه خبر شی یا به دی راکړی یا به مړ درباندی شمه د تورو سترګو یار به ښه وی ۔ سوک چی شین سترګی یار لری برباد به وی نه۔ ټوپك ویشتلى به خداى جوړ كړی سترګو ویشتلى به رنزیږی مړ به شینه اخر بۀ خاوری شی جانانه ما اشنا سترګی نااشنا لیدلی دینه نه مې وي لیدلی څوک نه مې وي کتلی څوک زړه ته مې راتیر شي بس چاسره مې وَه لګي جانانه راشه كه راتلى شی ښكلى بشر می په كفن كی پټوینه