ګلاب شهید دی لمر به له غرونو، نه غورځېږي کله مزل د ستړو به لنډېږي کله ګلاب شهید دی ته به له ما په کوم انداز تللی یې هغه صحنه مې نه یادېږي کله! ګلاب شهید دی ما د خپل ذات د مینې رنګ درکړی ستا په رګو کې به خورېږي کله ګلاب شهید دی د الفتونو دعوېدار راغلي دی به محفل ته رارسېږي کله ګلاب شهید دی زه خو پرې ناز د خپلې مینې کوم هغه په ما باندې نازېږي کله ګلاب شهید دی تمیمه هېر به یې کړم ورو، ورو مګر د زخم داغ به مې جوړېږي کله