رنګ په رنګ ګولونه کړم دې بدنامه، داسې نه وه په کار ورک شې الزامه! داسې نه وه په کار رنګ په رنګ ګولونه زه دې د خوش له دایرې وویستم د سترګو جامه! داسې نه وه په کار! رنګ په رنګ ګولونه د مازیګر د شغلو خون دې واخېست تیاره ماښامه! داسې نه وه په کار رنګ په رنګ ګولونه کاکا په شرنګ پیسو دې وپلورلم شومه غلامه، داسې نه وه په کار رنګ په رنګ ګولونه د زړګي ور دې را ټک، ټک کړ لاړې! د یار سلامه! داسې نه وه په کار رنګ په رنګ ګولونه د راز خبرې دې دنیا ته وکړې د ساد کلامه! داسې نه وه په کار