كلمات وخت تاته نه دریږی
وخت تاته نه دریږی
تر هغه گورو يو بل ته چې
ورک شو په يو بل کې
راځه چې يوه جوړه کړو
جونگړه په ځنگل کې
وخت تاته نه دریږی
ډيوه د مشغولا شي زموږ بله چې ماښام شي
ماښام د ليلا لاس کې د شفق د ميو جام شي
وخت تاته نه دریږی
بد ځان يې شي له پامه چې د ستورو په
موږوخت تاته نه دریږی
د مينو پټ پټانی وي
د سترگو په ځنبل کې
راځه چې يوه جوړه کړو
جونگړه په ځنگل کې
منت دپاره پېغلې
پلوشې که د لمر راشي
جولۍ که غوړولې
راته گل په بستر راشي
هر څو که پرېشاني په
لاس نسيم د سحر راشي
ستا سر دې وي زما او زما
سر ستا په څنگل کې
راځه چې يوه جوړه کړو
جونگړه په ځنگل کې
چې جوړ کړو د سپوږمۍ
د پلوشو ځنې ټالونه
جوټې چې نرمې نرمې
راله راکړي نکهتون