كلمات غمجن زړګی
غمجن زړګی
راځه چې يوه جوړه کړو
جونگړه په ځنگل کې
راځه چې شو بهر د دغو
شپو ورځو له جاله
پرواز په داسې حال وکړو
چې ووځو له حاله
يو حال داسې پيدا کړو چې مو
حال اوځي له خياله
غمجن زړګی
بيا خيال يوه گړۍ کړو
د وصال په سلاسل کې
راځه چې يوه جوړه کړو
جونگړه په ځنگل کې
وتلی اسوېلی مو چې
ورېځ هلته د نور وي
هجران شړلې اوښکې مو چې
څاڅکي د سرور وي
غمجن زړګی
برېښنا مو د ښايست د تبسم
د زړه په طور وي
احساس چې شي د خود او بې
خودۍ په جار وتل کې
راځه چې يوه جوړه کړو
جونگړه په ځنگل کې
جهان مو يو جهان وي
د جهان د حس نه لر