ده ځوانی غمونه انديښنو دنګ غرونه اوبه کړل سلام دې ماته وي په پښو ولاړه يمه خنداګانې مو په خولو باندې پراتې دي من من تیږې مو په زړو باندې پراتې دي ده ځوانی غمونه زخم زخم، داغ داغ، روغ ځای پکې نشته زما هیلې په ازغو باندې پراتې دي ده ځوانی غمونه ما په چا باندې چې ګرد هم لوریدهٔ نه اوس یې خاورې په قبرو باندې پراتې دي ده ځوانی غمونه که توهین نهٔ وي نو ستا د زلفو غوندې تورې شپې مې په اوږو باندې پراتې دي