كلمات په زړه می جوړ سول پرهرونه

🎤 Qari Muhammad Sadiq dilshad
په زړه می جوړ سول پرهرونه
له درده مې له سترګو فوارې روانې دي
د ډېرو ضمیرونو جنازې روانې دي
په زړه می جوړ سول پرهرونه
خیالونه د نمرود او د شداد کوي اتڼ
ایمان باندې مو کلکې زلزلې روانې دي
په زړه می جوړ سول پرهرونه
زرغونې پۀ دې خاوره نۀ شوې هیلې د ژوندون
بهاره! اوس دې وینې لۀ سینې روانې دي
په زړه می جوړ سول پرهرونه
پر وليو يې د هر جبر لمبې دي چې بلېږي
چې څومره حادثې دي، پۀ غزې روانې دي
په زړه می جوړ سول پرهرونه
جهاد د مرده باد او زنده باد کوي یاران
حسنه! دلته بل رقم کیسې روانې دي
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Qari Muhammad Sadiq dilshad

كل أغاني Qari Muhammad Sadiq dilshad ←