كلمات ما به خپله بیوسی وږنی
ما به خپله بیوسی وږنی
مينه وه دواړو په شريکه کړې
چې رښتيني شوه زۀ شوم ګرم يواځې
ما به خپله بیوسی وږنی
راسره هېڅ څوک پکښې پل نۀ وهي
ستا د غمونو پېټي وړم يواځې
ما به خپله بیوسی وږنی
بل هېڅ څوک نۀ وو ستا د کور په لاره
زۀ به تر څو پورې درتلم يواځې
ما به خپله بیوسی وږنی
زۀ "بلې" نۀ وايم په هر يو فرمان
خپلې هم دې سرکشۍ کړم يواځې
ما به خپله بیوسی وږنیما به خپله بیوسی وږنی
زۀ د خوشحال بابا په پل روان يم
زۀ په خونخوارو لارو ځم يواځې
ما به خپله بیوسی وږنی
اوسم د لوے پېښور ښار په مينځ کښې
ولې بیا هم زياره! زۀ يم يواځې؟