زړګی می مات دی د مُقدسې خولې ازاره له ژوند دې وؤيستم په سپو دې وخوړمه. زړګی می مات دی د ژمې تکه توره شپه ده، خلک ويده دي زه رنځوره ناسته يمه زړګی می مات دی هر څه په بخت کیږی جانانه بخت دې میلمه شه چې دې لری شي غمونه زړګی می مات دی ته د وطن یې وطن ستا دی زلمی د وطن لپاره ځان قربانوینه زړګی می مات دی پۀ شوګیرو مینه یاره تا پۀ دې ویښو شپو کې څۀ لیدلي دینه زړګی می مات دی په چا د سرو سپينو باران دى څوک په پردو کوڅو کې غواړي خيراتونه