له ویره ډکي مي شیبي بيرته مې راوړل امانت د خوشال خان مزار ته له هره سره دستار دروند وو او کلاه لويه وه له ویره ډکي مي شیبي منډه مې واخسته په لور د ناپايابه سراب دشته!!! مدد، مدد ،زما تنده له څاه لويه وه اوس خو مې غم ته ډادګيرنه د ستا ټيټه ښکاري وخت وو چې ستا دلاسه هم تر دې کوتاه لويه وه له ویره ډکي مي شیبي چله کشي مې کړه اختيار ممتازه خپل درون کې زما له فکره بيخي زياته دا خانقاه لويه وه