چی خواګ دوی په ډېوو پسې روان د ازادۍ پتنګان د مرګ په غاړه د ژوندون رڼا ته ورسېدل چی خواګ د ازادۍ پولۍ یې غلې، غلې ماتې شولې او په ژړا، ژړا، ژړا خندا ته ورسېدل چی خواګ پۀ ابریهه یې لکه غرونه کاڼي وغورځول د ابابیل لښکر ، د وخت بلا ته ورسېدل چی خواګ له بدرنګیو نه یې ښکلی بغاوت کړی وو. ښکلا پلوي، اخر هم ښکلا ته ورسېدل د جبر سرې غرمې یې طی کړې، یبلې پښې حسنه! دا لارویان څه په تکلیف معنا ته ورسېدل