نازکی شونډی مات مې راوړ د یزید لۀ زمانې زړۀ بار د عِشق وړم پۀ ذرې ذرې ذرې زړۀ نازکی شونډی د پښتو خاطر یې پرېښود د مزاج غم زۀ ولاړ یم خو روان دی درپسې زړۀ نازکی شونډی هغه ځای سوزي چې اؤر ورباندې بل ؤي ترس د باد څۀ دی؟ خوږيږي د ډېؤې زړۀ نازکی شونډی د امېد لمن تړلې ده پۀ صبر زۀ به څۀ کؤم پۀ دا بې حوصلې زړۀ نازکی شونډی ورکؤم د یؤې ورکې تمنا درد پۀ لاسو کې مې نیؤلی ؤي د شپې زړۀ نازکی شونډی چې لږ رنګ ستا د هنر واخلي انځوره درته ږدم به ستا د شعر پۀ منارې زړۀ نازکی شونډی