سومره زور غواړی بیلتون دا پۀ لېچو مو د چا ايښي سرونه مونږ به وژني هم دا خپل محبتونه سومره زور غواړی بیلتون زړۀ د کوم دېوال چنې ته ځان دمه کړي چرته کوز کړي لۀ بڼو درانۀ بارونه سومره زور غواړی بیلتون څۀ بې ځايه، څۀ ارزان - ارزان مې وېشي دا زما واړۀ - واړۀ ضرورتونه سومره زور غواړی بیلتون دي زما د شوګيرو اؤ اَواره شپو ګواهان د کراچۍ ټول سړکونه سومره زور غواړی بیلتون د خپل قد په سيوري کښېنم او دمه شم پۀ تسنيم نشته د ونو احسانونه سومره زور غواړی بیلتون