ده شنی روزی دیدنونه نه همنوا نۀ هم نظر وختې او نۀ هم راز نۀ هم سفر وختې ده شنی روزی دیدنونه ستا لۀ لکۍ نه پټېدی شوای سترګې مشکله دا چې ښکرور وختې ده شنی روزی دیدنونه خفه پۀ دې نه یم چې لتې وهې خفه پۀ دې یمه چې خر وختې ده شنی روزی دیدنونه کۀ قطمیر* هم شې سپیه، بیاهم سپی یې کۀ جنتي او بختور وختې ده شنی روزی دیدنونه جنت کې څۀ نۀ ؤ شیطانه خوتۀ اېله آدم ته درد سر وختې