كلمات ده دین هیواد خدمتګاران دی
ده دین هیواد خدمتګاران دی
د رنګونو او خوشبو خط یې په تن دی
د ګلونو په وطن کې یې مسکن دی
که حالات مو هر څو لرې لرې یوسي
خو پوښتنې ته د ورور بېرته را ګرځو
ده دین هیواد خدمتګاران دی
اوښکې پاکې کړه له سترګو نه دې جار سم
ته بې غمه اوسه مور بېرته راګرځو
ده دین هیواد خدمتګاران دی
توره شپه ده لاره ورکه یاران وایي
له دې وړاندې نه ځو نور بېرته راګرځو
ده دین هیواد خدمتګاران دی
چې وعدې رانه همته ماتې نه سي
ځان ته نه پرېږدو کوم تور بېرته راګرځو
ده دین هیواد خدمتګاران دی
عاشقان که پتنګان ترېنه را تاو دي
دغه څوک دی چې څراغ د انجمن دی