شرمیږم خجالت یم ستا د ښکلا په انتها پسې ونه رسېده دنيا روانه وه، خو تا پسې ونه رسېده شرمیږم خجالت یم که د شهاب په سپين وزرو ستورو هم کېناسته بيا هم تياره وه، په رڼا پسې ونه رسېده شرمیږم خجالت یم په شنه سهار کې کوم کېفيت دې غَزَوَنو درلود چې د خوبانو هيڅ ادا پسې ونه رسېده شرمیږم خجالت یم حيرانه! زه او ژوند مې دواړه وو په منډه منډه ژوند رانه لاړ، خو زما ساه پسې ونه ورسېده.