سترګی می ږاړی خپله مو د خپل وجود لاسونه وتړل موږ څه په بېکاره خلکو زړونه وتړل سترګی می ږاړی غږ یې د زلمو د بې ننګیو واورېده نجونو د وطن کمربندونه وتړل سترګی می ږاړی نورو، نورو خلکو، نوره خلک کړل یاران ښکلیه موږ په تا پسې نیتونه وتړل سترګی می ږاړی دې ښار کې د عشق په نوم شروع هوس بازۍ ځکه خو مینو ګرېوانونه وتړل سترګی می ږاړی غلي شئ! پاچا شو سرمعلم د ښوونځي غلي شئ! پاچا ټول زندانونه وتړل سترګی می ږاړی ساده! سپوږمۍ خویه ده، راځي په نیمو شپو موږ ځکه له سترګو نه خوبونه وتړ