نن می جانان راځی په انګور ناستې بلبلې ولې شور کړې ژوند خو نوم د ستوماني ده پکې پایه نن می جانان راځی سرګردانه ارواح کوم مخ ته تکیه کړم ماسره زما روانې سایې وایه نن می جانان راځی مات ګیلاس د مېخانې یم زما ربه په ممبر او میکدو کې مې ازمایه نن می جانان راځی دا سړی د چا په سترګو کې ناروغ ښه مه يې ښه کړې مه یې لاره ورته ښايه نن می جانان راځی درده زړه ته مې یو کیف احساسومه دا بشر دغسې ستایه ستایه ستایه