کلی ته اختر راځی ستا يادونو خو زۀ ډير زرې - زرې کړم زړۀ مې غواړې چې دا زړۀ د ځانه پرې کړم کلی ته اختر راځی د ډيوې دُود راته زلفې - زلفې کيږی د دې غمه پۀ کالۀ کښې ډيوې مړې کړ هغه ځای سوزي چې اؤر ورباندې بل ؤي ترس د باد څۀ دی؟ خوږيږي د ډېؤې زړۀ کلی ته اختر راځی د امېد لمن تړلې ده پۀ صبر زۀ به څۀ کؤم پۀ دا بې حوصلې زړۀ؟ کلی ته اختر راځی ورکؤم د یؤې ورکې تمنا درد پۀ لاسو کې مې نیؤلی ؤي د شپې زړۀ کلی ته اختر راځی چې لږ رنګ ستا د هنر واخلي انځوره درته ږدم به ستا د شعر پۀ منارې ز