شهادت خمار ژوند رنګین دی لکه برګه لوپټه دې نو ما څۀ کوې پۀ سپین کې او پۀ تور کې هغه ما لمس کړې ستا د زلفو څوکې هغه پرې که بیا یې وسېزه پۀ اورکې او ایرې یې تکه شنه ویالۀ کې توی کړه چې دې پاتې نشم هیڅ د زړۀ پۀ کور کې شهادت خمار اخ! څه په ماتو زړونو مخه ښه سره کوو وخ! څه مو د يو بل لاسونه مړه نېولي دي شهادت خمار ته پرېده! خدای که بنګو ته نږدې هم شوی وم خمار نه يمه تبې مې باڼه نېولي دي شهادت خمار اورښته څه يو عکس دی، په يو بل يو ور ړنګ او دنګ،دنګ ورمېږونه مو کاږه نېولي دي