راه نبی رهبر نبی زما بري له خدايه غواړي په جګړه کي. وايي سیزه دي وطن په سره لمبه کي. بس همدا دجنت لاره ده روانیږه. د دنیا له نعتمونو نه تیریږه. نقده پریږده او قرض واخله جنتي شه. د جنت له خیالي حورو قرباني شه ماتوه امپراطوري او جاویدان شه. نوم روښانه کړه او لوي افغانستان شه. تل د بل په جنګ کي ښکیل مرګ ته مایل یم زما لویه ګناه داده چې جاهل یم. راه نبی رهبر نبی ړندیدلو نه پوښتلو کي ثواب دی. پټو سترګو اوریدلو کي ثواب دی. د ملا خبر منلو کي ثواب دی