خکولی خکاری یاره په ما به نه ورانیږي غم به مې تا باندې هم ځمکه ګرځوینه خکولی خکاری پردی وطن دی ماسخوتن دی د پرهرونو نه سندرې جوړومه خکولی خکاری لېچې مې ډکې له بنګړو شوې یار د دوبۍ درهم راوړي خانه یې کړمه خکولی خکاری ناترسه یاره چېرې لاړې زه د دادا انګړ کې ګوښې ناسته یمه خکولی خکاری طبېب زما مرض مالوم که وایي په زړه کې دې باڼه ښخ شوي دینه لۀ دعا ګانو نه دې زار شم خو د خوښیو لکه بنه بدې شمه