كلمات خدایه سوالونه خو مې ډېر دي خو یو سوال دی
خدایه سوالونه خو مې ډېر دي خو یو سوال دی
نه خرقه پوش نه پر منبر د پرهېز لاپې کوي
پیرِ مغان له ریاکاره سره نه جوړیږي
خدایه سوالونه خو مې ډېر دي خو یو سوال دی
هغه مین دی پر لمبو شمع په خوب کې ویني
پتڼ له ګل او لاله زاره سره نه جوړیږي
خدایه سوالونه خو مې ډېر دي خو یو سوال دی
زه د رباب زه د شهباز په ژبه نظم لیکم
دا د شیخانو له دستاره سره نه جوړیږي
خدایه سوالونه خو مې ډېر دي خو یو سوال دی
جهاني دلته یو رنګي ده د کېمیا په بیه
غزل دې نور له دې بازاره سره نه جوړیږي
خدایه سوالونه خو مې ډېر دي خو یو سوال دی