كلمات په تعویز نه کیږی
په تعویز نه کیږی
منمه چې بدن به یې ټول
خاورو وي خوړلای
خو موږ یې لا تر
اوسه وینو نام په دېوالونو
په تعویز نه کیږی
جلوې د خدای د فضل شي
حلقې د سکون جوړې
موندلای نه شي ځان
ته څوک ارام په دېوالونو
په تعویز نه کیږی
را لوېږي په پردیو
اوږو بر ختلي خلک
تر څو به ځان بال
ا وساتي بام په دېوالونو
په تعویز نه کیږی
صحرا ځکه محبوبه ده چې هر سړی ورتلای شي
محل که ښایسته دی، دی ناکام په دېوالونو
په تعویز نه کیږی
کیسې د محبت به مو انسه ښاپېرۍ شي
لیکلې مو په وینو د باګرام په دېوالونو