كلمات څه عنبري خوشبو راځي له لر او بر د وطن
څه عنبري خوشبو راځي له لر او بر د وطن
خدايزده چې باور به بيا د چا پر هغې پاتې وي
چانه چې نيمګړې خپلې ټولې وعدې پاتې وي
څه عنبري خوشبو راځي له لر او بر د وطن
ستا د پښو په خاورو مې قسم دی که زه مړ هم شم
ستا د الله هو غږ به مې غوږ کې ادې!! پاتې وي
څه عنبري خوشبو راځي له لر او بر د وطن
ماسره له خپلې شاعرۍ نه سېوا هېڅ نشته
مانه به میراث کې څو یتیمې مصرعې پاتې وي
څه عنبري خوشبو راځي له لر او بر د وطن
دوئ دي، چې زما یې هر یو غم بدرګه کړی دی
نور به راته څوک له خپلو اوښکو نږدې پاتې وي
څه عنبري خوشبو راځي له لر او بر د وطن
دا حسن پرست زړه د یوې خبرې چرته دی
دې نه د هر ښکلي پښو کې ماتې توبې پاتې وي
څه عنبري خوشبو راځي له لر او بر د وطن
لاړ شئ څوک هغه مغرور ته ووایئ اجله! چې
ژاړې به خو بیا به درته تشې خازې پاتې وي