كلمات په خداي خوږه وه څومره ډيره ددردوزندګي
په خداي خوږه وه څومره ډيره ددردوزندګي
د مینې درد د مینې زور د چانه نه هیریږي
اول احساس دوهم پیغور د چانه نه هیریږي
په خداي خوږه وه څومره ډيره ددردوزندګي
که نابینا وي بیا هم بینا ور درومې
د یار کوڅه او د یار کور د چانه نه هیریږي
په خداي خوږه وه څومره ډيره ددردوزندګي
لکه باران هره شیبه به دې په رړه وریږي
د زړګي سر د زړه ټکور د چانه نه هیریږي
ته راته کیښنه بې له تا غزل نشم لیکلی
سترګي دې مه اړوه جانه غزل نشم لیکلی
په خداي خوږه وه څومره ډيره ددردوزندګي
ستا په غزل غزل ځوانۍ غزلبولو سترګو
باور دې وشه نور د چانه غزل نشم لیکلی
په خداي خوږه وه څومره ډيره ددردوزندګي
چې ستا نامه پکې راوانخلم او یاد دې نکړم
زه بې له تا افغانستانه غزل نشم لیکلی