بیلتون دی جفا راکړه بيا راته راياده شوه بيګا په توره شپه کې مور پوه شومه چې پټه ده د ژوند هره قيصه کې مور بیلتون دی جفا راکړه څو چې به راغلی د حجرې نه کور ته نه وم زه ماته به ولاړه وه د کور په دروازه کې مـور بیلتون دی جفا راکړه دې نه غټ دروغ نشته چې زړه به ترېنه صبر شي ماته خو یادیږي هر ساعت هره لحظه کې مور