سه رکم رکم غمیژی د سترګو په جامونو کې محفل ته شراب راوړي په وچو وچو شونډو مې پاړونه ږدي، او ځي سه رکم رکم غمیژی د دې غرونو د دغه ګړنګونو نه به لوېږي چې څوک د لېونو په پلونو پلونه ږدي، او ځي سه رکم رکم غمیژی که نن نه وي سبا به ده وفا لارې رڼې شي مَېن چې پرې د زړونو مشالونه ږدي، او ځي